د پاکستان په خيبر پښتونخوا ایالت کې د مې په ۴مه، پر يو ښوونځي د ډزو له امله لږ تر لږه ۷تنه ووژل شول.
د پاکستان خبري رسنيو د ځايي پوليسو په قول ويلي، چې دغه پېښه د دغه ایالت د پاراچينار ښار په يوه دولتي ښوونځي کې رامنځته شوه. د راپورونو له مخېځينې نامعلوم وسله وال کسان د دغه ښوونځي د ښوونکو دفتر ته دننه شول او پر ښوونکو له ډزو کولو وروسته وتښتېدل.