د راپورونو له مخې، د امریکا د دفاعي صنعت د پلاوي مشر او د امريکا د سمندري ځواکونو د ځمکنۍ ډلې پخواني قوماندان ستيون رودیر څو ورځې مخکې د امریکا-تایوان د دفاعي صنعت همکارۍ په يوه فورم کې ګډون وکړ او ویې ویل، چې د امریکا دفاعي شرکتونه غواړي د تایوان د دفاعي خپلواکۍ په پلان کې برخه واخلي، چې د شخړو د مخنیوي لپاره د تایوان قدرت پیاوړی کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مې په ۵مې نېټې په يوه خبري غونډه کې په دې اړه وویل، چې امریکا پر
تايوان د وسلو پلورل ، د يو چين پېژندنې له اصل او د چين او امريکا له دريو ګډو اعلاميو، په تېره بيا له ۸.۱۷ اعلاميې څخه سرغړونه ده. چين له دې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي.
ماونینګ زیاته کړه، چې چين به د هېواد د ملي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا د ساتلو لپاره ټول ضروري اقدامات وکړي. هر هغه بهرني ځواکونه، چې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او د تايوان تنګي سوله او ثبات ته زيان رسوي، ټول به د خپلو ناسمو کړنو بيه ورکړي.