د چين شلم مرکزي اقتصادي کميسيون لومړۍ غونډه تر سره شوه
CMG2023/05/06 09:11:46
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون رئيس او د نوموړې کمېټې د مرکزي اقتصادي کميسيون مشر شي جين پينګ د مې په ۵مه نېټه د شلم مرکزي اقتصادي کميسيون د غونډې مشري وکړه.

شي جين پينګ په دغه غونډه کې پر دې ټينګار وکړ، چې د صنعتي چارو عصري سيستم د عصري هېواد د موادو او تېکنالوژۍ بنسټ دی او چين بايد د اقتصادي پرمختګ لپاره پر رښتيني اقتصاد تمرکز وکړي. نوموړي زياته کړه، چې د  خلکو پرمختګ د چيني ملت له بيا سمسورتيا سره اړه لرونکې مهمه چاره ده او د نفوس د باکيفيته پرمختګ له لارې دې چيني شکله عصري کېدو ته وده ورکړي.