روغتيا نړیوال سازمان: د کرونا وبا خپرېدل " د عامې روغتيا د نړیوالې اندېښنې وړ بېړني حالت" نه جوړوي
CMG2023/05/06 11:07:00
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د مې په څلورمه " د کرونا وبا د بېړني حالت کمېټې" ۱۵مه غونډه جوړه کړه چې پکې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو کارپوهانو د کرونا وبا د نړیوال وضعیت ارزونه وکړه.

کارپوهان په دې باور دي، چې اوس انسانان د کرونا وبا په وړاندې د معافیت لوړه کچه  لري، د دې وبا له امله د مړینې او په روغتونونو کې د بستر کېدو کچه د کمېدو په حال کې ده، نو که څه هم د کرونا وبا د بدلون شونتيا لا هم شته، خو اوس د دې وبا د اوږدې مودې مدیریت لپاره مناسب وخت دی.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم د کارپوهانو وړاندیزونه ومنل او د روانې مياشتې په ۵مه نېټه يې په رسمي توګه اعلان  وکړ، چې د کرونا وبا خپرېدل " د عامې روغتيا د نړیوالې اندېښنې وړ بیړني حالت" نه جوړوي. (ژباړه: شکريه)