چين مېډيا ګروپ په رسمي توګه د پارس د اولمپيک لوبو د خپرولو عمده ادارې غړی ګرځېدلی دی
CMG2023/05/06 20:47:42
شريکول:

د نړيوالو اولمپيک لوبو د اولمپيک د خپرولو خدمتي شرکت (OBS) د مې په ۶مه نېټه له چين مډيا ګروپ سره په بېجينګ کې همکاريز ياداښت لاسليک کړ او د چين مېډيا ګروپ په رسمي توګه بلنې سره د پاريس د اولمپيک لوبو د خپرولو عمده ادارې غړی ګرځيدلی دی. همدا راز دواړې خواوې به اوږد همکاريز ميکانيزم جوړ کړي او په ګډه به د اولمپيک روحيې د خپرولو هڅونه وکړي. د اولمپيک د نړيوالې کمېټې توماس باچ، د چين د خپرونې وزارت مرستيال او د چين مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د دغه ياداښت لاسليکول ثبت کړل.