د چين - منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو درېيم نندارتون، يعنی د مصرفي توکو نړيوال نندارتون به د مې له ۱۶مې څخه تر ۲۰مې پورې د چين د جه جيانګ ولايت په نينګبو ښار کې جوړ شي، موضوع يې « د همکارۍ ژورتیا او د راتلونکي لپاره ګډ کوښښونه » ده. دا معلومه شوې، چې په دې نندارتون کې به شاوخوا ۳۰۰۰ تصدۍ ګډون لري، چې د تېر دوره نندارتون په پرتله ۳۰٪ زیاتوالی ښيي. تمه کیږي، چې سږ کال به د ګډون کوونکو شمېر له ۱۰۰ زرو تنو څخه ډېر وي.
په وروستيو کلونو کې د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزو همکاریو مثبت پرمختګ کړی دی. د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ۳۳.۳ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې، چې په سلو کې ۱.۶ زياته شوې او په ټوليزه توګه يې ثابت پرمختګ ښودلی دی.