د هېکرانو د هېواد ویجاړوونکې کړنې
CMG2023/05/06 15:01:00
شريکول:

د امریکې د مرکزي استخباراتي ادارې په اړه د دغه هېواد د سیاستوالو یو مشهور متل شته، چې وايي، موږ جعلي خبرې کوو، موږ دوکه کوو، موږ غلا کوو. په حقیقت کې د سایبري شبکې په پرمختګ سره، دغه متل باید داسې اوږد شي، چې موږ څار، موږ حملې او لمسوونکې کړنې کوو.

د کمپوتري ویروس ضد د مبارزې په اړه د چین دولتي مرکز څو ورځې مخکې له ۳۶۰ تخنیکي شرکت سره د پلټنې یو راپور خپور کړ، چې پکې د ګڼ شمېر واقعیتونو پر بنسټ دا په ډګه شوې، چې د امریکې مرکزي استخباراتي ادارې  له اوږدې مودې راهیسې د بهرنیو حکومتونو، شرکتونو او اتباعو مالومات راغونډ کړي، د نړۍ په ډېرو سیمو کې يې سوله ییزه کودتا او رنګي انقلاب ترسره کړی او د جاسوسۍ دوامدار فعالیتونه يې تر سره کړي دي.

په دې سره نړیوالو ته دا  ښه څرګنده شوې، چې د امریکا نوم د هېکرو هېواد له نوم سره سمون لري، د دغه هېواد مرکزي استخباراتي ادارې د ګردې نړۍ امنیت او پرمختګ په دوامداره توګه  ګواښي.

امریکې تر سړې جګړې وروسته د یواړخیزې  زورواکۍ  د ساتلو لپاره سایبري شبکې ډېرې کارولې. د دغه هېواد د دفاع وزارت په ۱۹۹۵م کال کې د انټرنیټي شبکې د ستراتيژیکې ارزونې په نوم یو پټ راپور خپور کړ او پکې په ډاګه شوې، چې انټرنیټي شبکې پر نورو د حملې لپاره کارول کېږي. له ۲۱مې پېړۍ وروسته، د امریکې حکومتونو د حملې په موخه سایبري ستراتیژي غوره کړې، د دغه هېواد مرکزي استخباراتي ادارې هم د انټرنیټي هېکر په توګه ډېرې زیاتې سایبري وسلې جوړې کړي دي.

د چین ۳۶۰ تخنیکي شرکت په ۲۰۲۰م کال کې د هیکرو یو پټ سازمان پیدا کړی، چې د نورو لخوا نه دی په ډاګه شوی. دغه سازمان په ځانګړې توګه پر چین او د دغه هېواد پر ملګرو هېوادونو سایبري حملې ترسره کړې او رمزونه یې غلا کړي.  واقعیت دا دی، چې د امریکې سایبري وسلې د ګردې نړۍ د انټرنيټي شبکو او د توکو انټرنیټ  پر نږدې ټولو سرچینو پوښلي، په خپله خوښه هر وخت د نورو هېوادونو سایبري شبکې کنټرول کولای شي او د نورو مهم او حساس مالومات غلا کولای شي. امریکا په نړۍ کې د هېکرانو لومړی لوی هېواد دی او د چین په شمول زیات هېوادونه د امریکې لخوا د سایبري غلا او حملو له امله زیانمن شوي دي.

شمېرې ښيي، چې د امریکې مرکزي استخباراتي ادارې په تېرو  څو لسیزو  کې لږ تر لږه د ۵۰ هېوادونو قانوني حکومتونه په تسلط  کې راوستلي او یا یې هڅې کړې دي څو په دغو هېوادونو کې سخت تاوتریخوالی رامنځته کړي.

د چین په یاد راپور کې د دغه شان پېښو په اړه د امریکې مرکزي استخباراتي ادارې ډول ډول تکنالوژۍ په ډاګه شوي، د دغې ادارې لخوا د رنګي انقلاب د راپارولو هلې ځلې هم څرګندې شوي دي. دغه راپور د تخنیک له لحاظه دا تائیده کړې، چې د امریکې یادې ادارې د پياوړې انټرنیټي تکنالوژۍ او مخابراتي تدبیرونو له لارې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډېر رنګي انقلابونه  رامنځته کړي دي.

د امریکې یادې ادارې له اوږدې مودې راهیسې د نړۍ ډېر هېوادونه زیانمن کړي او په دې پروسه کې يې لا زیاتې پیسې، سرچینې او حقونه تر لاسه کړي دي. په دې سره دا حقیقت هم په ډاګه شوی، چې امریکا په ګردې نړۍ کې تر ټولو لوی د هېکرانو هېواد او د تاوتریخوالي سرچینه ده.