د کانګو (کنشاسا) په ختیځ کې د سيلابونو له امله ۱۷۶ تنه مړه شول
CMG2023/05/06 11:22:19
شريکول:

د کانګو (کنشاسا) چارواکو د مې په ۵مه نېټه وويل، چې د دغه هېواد په ختيځ د جنوبي کيوو په ولايت کې د پر له پسې سختو بارانونو له امله سيلابونه راوتلي، چې له دې امله یې لږ تر لږه ١٧٦ تنه مړه شوي او يو شمېر نور کسان ورک دي.

د جنوبي کيوو والي کاسي په همدې ورځ خبري رسنيو ته وویل، چې د دغه ولايت د کاليهې سيمه، چې روندا ته نژدې واقعې ده، له سختو بارانونو سره مخامخه ده، او لږ تر لږه ۱۷۶ ځايي اوسېدونکي د سختو سيلابونو له امله مړه شوي دي، اوس د ژغورنې چارې روانې دي. (ژباړه: شکريه)