د پاکستان ولسمشرد چين له خارجه وزير سره وکتل
CMG2023/05/06 14:18:35
شريکول:

د پاکستان ولسمشر عارف علوی د مې په ۵مه نېټه په اسلام اباد کې د چين د بهرنيو چارو له وزير چين ګانګ سره وکتل.

ولسمشر علوي له کرونا وبا سره د مبارزې، تر ناورينونو وروسته د بيا رغونې ،  له سوډان څخه د پاکستانيانو د  ايستلو په برخو کې د چين له  سترې مرستې ډېره مننه  وکړه او و يې ويل، چې پاکستان د يو چين پر تګلارې ټينګ ولاړ دی او هيله لري، چې د اقتصادي دهليز د جوړولو،  کرنې، ارتباطو  او معلوماتي تکنالوژۍ په برخو کې له چين سره همکارۍ نور ژورې کړي.

چين ګانګ وويل، چې چين او پاکستان په هر ډول حال کې يو د بل ستراتيژيک همکار  هېوادونه دي، چين تل د ملي خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ تماميت د ساتنې په برخه کې د پاکستان ملاتړ کوي او غواړي له پاکستان سره د نړيوال پرمختګ نوښت، نړيوال امنيت نوښت او نړيوال تمدن نوښت د پلي کولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. هغه  همدارنګه پر دې ټينګار  وکړ، چې چين به د افغانستان مسئلې په اړه له پاکستان سره د نظريو تبادلې پياوړې کړي، د افغانستان د سوله ييزې بيارغونې بهير لپاره  به مرستې وکړي او د سيمې د ثبات او پرمختګ لپاره به هڅې وکړي. (ژباړه: شکريه)