د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن پنګ لي يوان د مې په ۶مه نېټه د تاج پر سرولو په مناسبت د بريتانيا پاچا درېيم چارلز او ملکې کمېلا ته د مبارکۍ پېغام واستاوه.
شي جين پينګ او پنګ لي يوان د مبارکۍ په پېغام کې په اشارې سره ويلي، چې اوسنۍ نړۍ د ژورو او پېچلو بدلونونو په حال کې ده او نړيواله ټولنه له زياتو بې ساري ننګونو سره مخ ده.چين او بريتانيا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه بايد لیري او ستراتيژيک ليد ولري او د سولې، پرمختګ، او ګډو ګټو د تاريخي تمايل ګډه هڅونه وکړي. چين غواړي له بريتانيا سره يو ځای د خلکو دوستۍ ټينګي کړي، د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ پراخې کړي، کولتوري تګ راتګ پياوړی کړي او د متقابلو ثابتو ګټو پر اساس اړيکې ټینګي کړي تر څو یې دواړو هېوادونو او نړۍ ته ګټې ورسېږي.