د سوډان وسله وال پوځ د مې د ۵مې نېټې په شپه خبر ورکړ چې مرکچي پلاوی يې سعودي عربستان ته لېږلی او هلته به د اوربند په اړه خبرې اترې وکړي. خو د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې په همدې ورځ هم خال خال وسله والې نښتې وشوې.
د دغه هېواد وسله وال پوځ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې يو پلاوی به يې د سعودي عربستان جدې ته لاړ شي او هلته به د اوربند د جزيياتو په اړه بحث وکړي. سرچينې ويلي چې دا کار له سوډان سره د بشري مرستې د خونديتوب په ګټه دی.
د يو بل خبر له مخې، د دغه هېواد چټک ملاتړ ځواکونو هم خپل استازي جدې ته لېږلي دي.
د عيني شاهدانو په قول درسوډان نړيوال هوايي ډګر، نيل سيند لارې او ولسمشريزې ماڼۍ په شمول د خرطوم په څو ځايونو کې په همدې ورځ هوايي بمبارۍ او چاودنې شوې دي.
( سپوږمۍ)