نړیوالو رسنیو چین کې رخصتيزو اقتصادي لاسته راوړنو ته پام اړولی
CMG2023/05/07 15:01:52
شريکول:

په وروستيو کې بهرنیو او نړیوالو خبري رسنيو چین کې رخصتيزو اقتصادي لاسته راوړنو ته خپل ډېر پام اړولی دی. څو خبري رسنيو ويلي، چین کې د رخصتۍ په موده کې د دغه هېواد د سيلاني او مصرف له شمېرې څخه په څو راتلونکو میاشتو کې د چين د اقتصاد د بيا سمسورتيا ښه تمايل او د چين پر اقتصادي پرمختګ د بازاري باور ټينګښت ښکاريږي.

د چين د سلانيزو چارو بيا سمسورتيا په نړۍ کې د پاملرنې وړ ده.د کارګرو د نړيوالې ورځې د سږنۍ رخصتۍ په موده کې د چين په دننه کې د ټولو سلانيانو شمېر ۲۷۴ مليونه تنو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۷۰ اعشاريه ۸۳ زيات شوی دی. په بېلا بېلو منظره لرونکو ځايونو کې د سيلانيانو شمېر ډېر شوی او په څو ځايونو کې يې شمېر په تاريخ کې ريکارډ جوړ کړی دی. د امريکا سي اېن اېن خبر ورکړی چې دا د چين له خوا د کرونا وبا د مخنيوي لپاره د تدبیرونو تر تنظيمېدو وروسته د کارګرو د نړيوالې ورځې لومړۍ رخصتي ده. په شانګهای ښار کې سيلانيزو چارو چټک پرمختګ موندلی دی. سيلانيزې څانګې يې ويلي چې د دې رخصتۍ په لومړۍ ورځ کې په دې ښار کې د سلانيانو شمېر څه باندې درې مليون تنو ته رسېدلی او په بېجينګ کې ګڼ شمېر سيلانیانو د لوی ديوال په شمول مهمو منطره لرونکو ځایونو ته سفرونه کړي او د دې رخصتۍ په دوهمه ورځ څه باندې ۱۴ زرو سيلانیانو له لوی دیوال څخه ليدنه کړې ده.

څو نورو بهرنيو خبري رسنيو ويلي چې دغه حالت هڅونکی او د خوشحالې وړ دی. د امريکا د کولمبيا راډيويي شرکت خبر ورکړی چې چين د سيلانيزو چارو له رواني سوداګريز فرصت څخه په استفادې سره د خپل هېواد د اقتصادي پرمختګ د خوځښت راوړلو تر څنګ د پيرېدونکو باور هم ټينګ کړی دی. رویټرز خبري آژانس هم خبر ورکړی چې د سيلانيزو چارو بيا سمسورتيا په نړۍ کې د دوهم لوی اقتصاد لپاره د خوشحالۍ وړ خبر دی.

بهرنيو خبري رسنيو د چين د سوداګرۍ وزارت مصرفي شمېرې ته هم پام اړولی دی. د کارګرو د نړيوالې ورځې د رخصتۍ په موده کې د چين د پرچون او راسټورانټونو په اړه د تصديو د پلورنې ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۸ اعشاريه ۹ زيات شوی چې په دې جمله کې د نفتو او موټرو د پلورنې ارزښت په جلا جلا توګه په سلو کې ۲۴ اعشاريه ۴ او په سلو کې ۲۰ اعشاريه ۹ زياتوالی ښيي. د ګولدمن ساچس د مصارفو د څېړنيزې ډلې رئيس ميچل چن ویلي: که مونږ د دې رخصتۍ په موده کې عمومي شمېرنې ته وګورو، د چين د سلانیانو شمېر د خوشحالۍ وړ ده. ياد شمېر ښيي چې د چين د سيلانيانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شاوخوا اويا سلنه زیات شوی چې دغه رقم د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په سلو کې ۱۲۰ ته رسيدلی دی. له بلې خوا د دغې رخصتۍ په موده کې مو هغه حالت ليدلی چې مصارف يې په عمومي توګه ښه ساتل شوی چې د تېر کال د همدې مودې په سلو کې ۱۹ زيات شوی دی. مونږ باور لرو چې له دې څخه داسې نښې نښانې ښکاري چې چين د دواملرونکې سمسورتيا په لور روان دی.

د بلومبورګ خبري اژانس په وروستيو کې د چينايي پېرېدونکو د هغو محصولاتو اړتياوې هم زياتې شوې چې بيې يې نسبتأ لوړې او قيمتي دي. دوی دا نظر لري چې له دې حالت څخه په چين کې د مصارفو خوځنده ځواک ښکاريږي. د بلومبورګ د صنعتي څېړنې شنونکې کسلين لين همدارانګه ویلي، د چین له مصرفي حالت څخه ښکاري چې چيني مصرف کونکي د لاباکيفيته محصولاتو اخيستل خوښوي چې پکې باکيفيته سپورټي بوټان او کاسميټيک شامل دي. د دوی دغې کړنې د چیني مصرف د پرمختګ لپاره زمينه برابره کړې ده.

ريټريز د ګولډمن ساچس د يو راپور له مخې دې ته په اشارې سره ويلي چې د رخصتۍ په موده کې د چین اقتصادي پرمختګ او په اپرېل کې د پي اېم اې له ګرف څخه په راتلونکو څو مياشتو کې د مصرفي او خدمتي چارو د بيا سمسورتيا ښه تمايل ښکاري او له دې کبله د ۲۰۲۳کال د چین د اقتصاد د پرمختيایي انډول د زياتوالي باور هم لاټينګ شوی دی.