توماس باخ د چين له ميډيا کروپ ليدنه وکړه
د اولمپيک نړيوال کمېسيون رئيس توماس باخ د مې په ۶مه نېټه په بېجينګ کې د چين له ميډيا ګروپه ليدنه وکړه او د اولمپيک پر لوبو د راپورتاژ، له نويو ټکنالوژيو د ګټې اخيستنې او د اولمپيک کلتور د خپرولو په شمول څو موضوعاتو باندې د چين ميډيا ګروپ له مشر شن های شيونګ سره د نظريو تبادلې وکړې. دواړه خواوې په پاريس کې د اولمپيک راتلونکو لوبو د عمده خپرونکي ارګان په توګه د دغه نړيوال کمېسيون او د چين ميډيا ګروپ د تړون لاسليک په مراسمو کې حاضر وو.
( سپوږمۍ)