لي چيانګ د اولمپيک نړيوال کمېسيون له رئيس باخ سره وکتل
CMG2023/05/07 10:32:40
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د مې په ۶مه نېټه په بېجينګ کې د اولمپيک نړيوال کمېسيون له رئيس توماس باخ سره وکتل.

لي چيانګ د کتنې په موده کې وويل، چين سپورټي چارو ته په درنه سترګه ګوري او تل يې د اولمپيک په نړيوالو چارو کې فعاله برخه اخيستې او اخلي يې. له تېرو زياتو کلونو راهيسې يې د اولمپيک له نړيوال کمېسيون سره اغېزمنې همکارۍ کړې دي. په ځانګړي توګه په تېر کال کې په بېجينګ کې د اولمپيک ژمنۍ لوبې بريالۍ شوې دي. په دې توګه بېجينګ په نړۍ کې يوازينی ښار دی چې نه يوازې د اولمپيک د دوبنيو، بلکې ژمنيو لوبو کوربتوب يې کړی دی. چين هيله لري چې د اولمپيک له نړيوال کمېسيون سره يو ځای سپورټي چارو ته د سياسي رنګ له ورکولو څخه مخالفت وکړي او د اولمپيک لوبو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په پار لا زيات خدمتونه وکړي.

د اولمپيک نړيوال کمېسيون رئيس توماس باخ په خپله وينا کې ويلي چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې بې ساری برياليتوب موندلی دی او د اولمپيک چارو لپاره يې خورا قيمتي ميراثونه پاتې کړي دي. هغه له چين څخه مننه وکړه چې له اوږدې مودې راهيسې يې د اولمپيک له نړيوال کمېسيون سره ملاتړ کړی او کوي يې. ياد نړيوال کمېسيون نيت لري چې له چين سره خپلې همکارۍ پياوړې کړي، په واورينو او کنګلو لوبو کې د لا زياتو خلکو د برخې اخيستنې هڅه وکړي او د اولمپيک لوبو ته نور پرمختګونه ورکړي. چين د نړۍ د سولې او ګډ پرمختګ په چارو کې مهم رول لري.

( سپوږمۍ)