چين ګانګ له خپل افغان سيال سره وکتل
CMG2023/05/07 10:22:29
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير چين ګانګ پر ځايي وخت د مې په ۶مه نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان د سرپرست حکومت له خارجه وزير امير خان متقي سره وکتل. 

چين ګانګ د کتنې په ترڅ کې څرګنده کړه چې چين او افغانستان نيک ګاونډيان دي او د دوستۍ اوږد تاريخ لري. دواړه هېوادونه تل يو له بل ملاتړ کوي، له يو بل سره تفاهم او متقابل باور لري. که د نړۍ او سيمې حالات هر ډول بدل شي، خو چين به تل د افغانانو په څنګ کې ولاړ وي او د خپلو واقعيتونو سره سم  پر ځانګړې پرمختيايي لارې د پرمختګ په لور د افغانستان له ګام پورته کولو ملاتړ کوي. چين به د پخوا په شان په دوامداره توګه د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو تماميت ته درناوی وکړي، په مختلفو ساحو کې خپلمنځي همکاۍ ژورې کړي او د ژر ځان بسياينې، سولې، ثبات او سمسورتيا په پار ور سره مرستې وکړي. 

امير خان متقي په خپله وينا کې ويلي چې افغانستان له چين سره خپلو اړيکو ته خورا اهميت ورکوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې په ګټې اخيستلو سره د چين ضد فعاليتونه تر سره کړي. افغانستان هيله لري چې چين د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د اقتصاد، سوداګرۍ، انساني تګ راتګ، کلتور او زېربنا په ګډون ساحو کې خپلمنځي همکارۍ لا زياتې کړي، د دواړو خواوو ګډې ګټې وساتي او خلکو ته خدمتونه وکړي. افغانستان غواړي چې له چين، پاکستان او نورو ګاونډيو هېوادونو سره په سوله کې ګډ ژوند وکړي، د افغانستان، چين او پاکستان درې اړخيزې همکارۍ پرمخ بوزي او د سيمې ثبات او سمسورتيا پيدا کړي.

( سپوږمۍ)