چين ګانګ د چين، افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو په ۵م ډيالوګ کې ګډون وکړ
CMG2023/05/07 10:07:05
شريکول:

 

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير چين ګانګ پر ځايي وخت د مې په ۶مه نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دغه هېواد او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو بلاول بوټو زرداري او امیر خان متقي سره د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو په ۵ ډيالوګ کې ګډون وکړ.

د چين بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د ياد ډيالوګ په ترڅ کې څرګنده کړه چې چين تل له افغانستان او پاکستان سره دوستانه اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي د دوه اړخيزې يا درې اړخيزې همکارۍ په ميکانيزم ور سره د نړۍ د پرمختګ، امنيت او تمدن وړانديزونه پلې کړي، پرمختيايي فرصتونه سره شريک کړي، له امنيتي ننګونو سره ګډه مقابله وکړي، مدني ترقي پرمخ بوزي او د سيمې ثبات او سمسورتيا په ګډه وساتي.

نوموړي د چين په استازيتوب هيله وښوده چې له افغانستان او پاکستان سره ترهګرۍ ضد او امنيتي همکارۍ پياوړې کړي، د امنيت پر مشترکې، عمومي، همکاريزې او دوام لرونکې مفکورې ټينګار ولري، له هر ډول ترهګرۍ او دوو ګونو معيارونو سره ټينګ مخالفت کوي او اړوندې همکارۍ دې زياتې کړي. درې واړه خواوې دې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د همکارۍ او هماهنګۍ ميکانيزم په شمول تر څو اړخيزو چوکاټونو لاندې ترهګرۍ ضد او امنيتي همکارۍ پياوړې کړي. بر سېره پر دې، چين له افغانستان او پاکستان څخه د چيني اتباعو، ارګانونو او پروژو د خوندي ساتلو غوښتنه کوي.

د افغانستان د سرپرست حکومت د خارجه وزير امير خان متقي او د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري په خپلو ويناوو کې ويلي چې د چين، افغانستان او پاکستان ترمنځ درې اړخيزې همکارۍ د سيمې د سولې او سمسورتيا لپاره ستر اهميت لري. افغانستان او پاکستان هيله لري چې د درې اړخيزې همکارۍ په پرمخبيولو سره د سياست، امنيت او اقتصاد په شمول برخو کې د همکارۍ نقشه جوړه کړي، ترې ګډې ګټې واخلي او د درېيو هېوادونو او سيمو خلکو ته خدمتونه وکړي.

( سپوږمۍ)