د اسرائيلو پوځ د مې په ۶مه نېټه د اردن سيند د لويديځې غاړې په تولکرم ښار کې پر فلسطينيانو ډزې وکړې او په پايله کې يې دوه فلسطينيان ووژل.
عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي چې اسرائيلي پوځ د همدې ورځې په سهار د کډوالو ځايي کمپ ته ننوت او پر فلسطينيانو حمله وکړه او د ډزو اوازونه اورېدل شول.
د فلسطين د روغتيا وزارت د يوې اعلاميې له مخې، دوه فلسطينيان په ياده نښته کې په ډزو وژل شوي او يو تن بل ټپي شو چې حالت يې اوس ښه ښودل شوی.
د اسرائيلو پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه، ځواکونو يې د عملياتو په ترڅ کې دوه هغه وسله وال په ډزو ووژل چې پر اسرائيليانو په بريد کې يې لاس درلود او د پېښې په ځای کې يې زياتې وسلې ونيولې. د عملياتو په ترڅ کې اسرائيل ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
( سپوږمۍ)