د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د مې په اتمه نېټه اعلان وکړ چې د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه غونډه به د مې له ۱۸مې تر ۱۹مې نېټې پورې د شاان شي ولايت په شي ان ښار کې وشي. د چین دولت رئیس شي جين پينګ به د دغې سرمشريزې مشري وکړي. د قزاقستان ولسمشر توکایف، د قرغېزستان ولسمشر زاپاروف، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د ترکمنستان ولسمشر بردي محمدوف او د ازبکستان ولسمشر میرضیاوف به د رئيس شي جین پينګ په بلنه د روانې میاشتې له ۱۶مې تر ۲۰مې نېټې له چین څخه لیدنه وکړي او په دې سرمشريزه غونډه کې به ګډون وکړي.