چارلي مونګر: د امریکا او چین ترمنځ د کړکيچ پارول احمقانه کار دی
CMG2023/05/08 15:06:30
شريکول:

د بيرکشری هساوی شرکت د ۲۰۲۳ کال د سهم لرونکو عمومي غونډه د مې په ۶مه نيټه د امريکا د نيبراسکا ايالت په اوماها ښار کې پای ته ورسیده. د دې شرکت د ډایرکټرانو بورډ رئیس وارن بوفيت او د پانګونې په برخه کې د هغه ملګری، د شرکت د ډايرکټرانو بورډ مرستیال چارلي مونګر په ۵ ساعتونو کې د نړیوالو سهم لرونکو ۶۰پوښتنو ته ځوابونه وویل چې پکې د چين او امريکا تر منځ اړيکې د برخه والو د پام وړ مهمه موضوع وه.

بوفيت او مونګر په دې باور دي چې د امريکا او چین ترمنځ کړکېچ دواړو هیوادونو ته غیر ضروري زیان رسولی دی. ۹۹ کلن مونګر د دغو دوو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې د خړپړتیا را پارونکو کړنو د يادولو په وخت کې درې ځله د "احمق" کلمه کارولې. هغه وويل، امريکا دې له چين سره ښه چلند وکړي او د ګډو ګټو د موندلو په پار دې له چين سره زياتې ازادې سوداګرۍ وکړي.

بوفيت له مونګر سره موافق دی او ويلې يې دي چې امريکا او چين دواړه کولای شي په همکارۍ لا نور ځواکمن هېوادونه وګرځي چې د سيالۍ وړتيا يې پياوړې او ګډه سمسورتيا او پرمختګ وکړي.