روسیه: امریکا او اوکراین د پریلپین د تروریستي برید مسوول دي
CMG2023/05/08 09:49:59
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د می په شپږمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د امریکا په مشرۍ د اوکراین لويديځ پلويان بايد د روسي د ليکوال او سياستوال پریلپين پر ضد د تروريستي بريد مسووليت پر غاړه واخلي. د دې او نورو ترهګریزو بریدونو مسوولیت نه یوازې د اوکراین د حکومت پر غاړه دی، بلکې د امریکا په مشرۍ دغه هېواد د لوېدیځو پلويانو پر غاړه هم دی. په ۲۰۱۴م کال کې د اوکراین له سیاسي بحران راهیسې، لویدیځو هېوادونو په اوکراین کې د نازيزم په نوې بڼې سره د روسیې ضد پلان ملاتړ کړی. امریکا د دغه هېواد د حکومت لخوا د ځان افشا کولو په توګه د ترهګریز برید غندنه رد کړه.

د پریلپين پر موټر د مې په شپږمه نېټه د روسيې د نيجني نووګورد ایالت په لويه لاره کې چاودنه وشوه چې له امله يې د موټر چلوونکی وژل شوی او پريلپين ټپي شوی دی.