روسیه: د اوکراین يوه پوځي قومانداني ویجاړه کړې
CMG2023/05/08 11:06:27
شريکول:

د روسيې د دفاع وزارت په ځايي وخت د مې په اوومه نېټه يو جنګي راپور خپور کړ او ويې ويل چې د روسيې پوځ پر کراسنیي لیمان، کوپيانسک، دونيتسک، زاپوروز او خارکوف څو بريدونه کړي او د اوکراين د پوځ ډېر بریدونه يې په شا تمبولي او د اوکراين پوځ تجهیزات او تاسیسات له منځه تللی دی. سربیره پردې، د روسیې هوایي ځواکونو د تور سمندر په فضا کې ډیرې اوکرایني بې پیلوټه الوتکې وموندلې، خو دا ټول د روسیې د هوا د دفاعي توغندیو لخوا ویجاړ شوي یا د بریښنایی جنګي سیسټمونو لخوا شنډ شوي.

د اوکراين د وسله والو ځواکونو لوی درستيز په همدې ورځ وويل چې د اوکراين پوځ په کراسنیي لیمان ، باخموت او اودييفکا کې د روسيې بريد په شا وتمبول، د روسيې د پوځ او تجهيزاتو پر ګڼو مرکزونو يې بريدونه وکړل او د روسيې پر يوې پوځي قوماندانۍ يې بريد وکړ. د اوکراین هوايي پوځ هم د روسیې پر پوستو او هوايي دفاعي سیستم هوايي بریدونه کړي او د روسیې څو بې پیلوټه الوتکې یې ویشتلې دي.