د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په اتمې نېټې د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ به د مې له ۱۸ مې تر ۱۹ مې نېټې پورې د دغه هېواد د شاان شي ولایت په شي ان ښار کې د چين او منځنۍ اسيا د سرمشريزې غونډې مشري وکړي او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو مشران به ګډون پکې وکړي.
نوموړي دغه سرمشريزه په روان کال کې د چين يو ډېر مهم ډيپلوماتيک کار بللی او ويلي يې دي چې دا به لومړی ځل وي چې د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره د چين د سياسي اړيکو د جوړېدو له ۳۱ کلونو راهيسې د دغو شپږو هېوادونو مشران په حضوري ډول سرمشريزه ترسره کړي او دغه غونډه به د يادو هېوادونو د خپلمنځي اړیکو په تاريخ کې د ارزښتناکې پېښې په توګه ثبت شي.
همدارنګه وانګ ون بين زیاته کړه، چې رئيس شي جين پينګ به دغې سرمشريزې ته وينا وکړي او د بېلابېلو هېوادونو مشران به د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ تاريخ ته ځغلنده کتنه وکړي، د دواړو خواوو ترمنځ د ميکانيزمونو د جوړولو، په بېلابېلو برخو کې د خپلمنځي همکاريو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه يیزو موضوعاتو په اړه به د نظريو تبادله وکړي او مهم سياسي سندونه به لاسليک کړي.