سو چانګ: د منځنۍ اسيا هېوادونه دې د زیاتېدونکو امنيتي ننګونو پر وړاندې خپلمنځي يووالی او همکارۍ پياوړې کړي
CMG2023/05/08 16:37:08
شريکول:

ټاکل شوې چې د چين او منځنۍ اسیا سرمشريزه غونډه د مې له ۱۸ مې تر ۱۹ مې نېټې پورې د چين د شاان شي ولایت په شي ان ښار کې ترسره شي. د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د روسيې، ختيځې اروپا او منځنۍ اسيا څېړنيز مرکز څېړونکې سو چانګ ويلي، چې په راتلونکي کې ښايي د منځنۍ اسيا د امنيت پر وړاندې ننګونې زیاتې شي او سياسي، اقتصادي او ټولنيزې مسئلې لا اغېزمنې کړي او دا به د سیمې د هېوادونو امنيت او قدرت وګواښي.

نوموړې ويلي، دا چې د سيمې د هېوادونو سرنوشت يو په بل تړلی، نو د سيمې هېوادونه دې د امنيتي ننګونو د لرې کولو لپاره خپلمنځي يووالی او همکارۍ پياوړې کړي، د دوه اړخيزو او څو اړخيزو همکاريو ميکانيزمونه دې بشپړ کړي، څو په خپلو چارو کې د بهرنۍ مداخلې مخه ونيسي، د سيمې ګډه سمسورتيا او پرمختګ تامين کړي او د چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنه په ټينګه جوړه کړي. 

چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه د امنيت ساتلو په برخه کې يو د بل طبیعي همکار او متحد ګڼل کېږي. چين د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۳۰ کلونو راهيسې متقابله مرسته کوي او د امنيتي همکارۍ نوی چوکاټ يې جوړ کړی، د قوانينو د تطبيق په برخه کې يې ګډې همکارۍ پيل کړې،  ګډ پوځي تمرينونه او په سرحدي سيمو کې يې ګزمې ترسره کړې او د افراطي او ترهګريزو ډلو او نورو مجرمينو پر ضد يې عمليات ترسره کړي، همداراز د افغانستان د وضعيت په  اړه يې خبرې کړي او هڅه کوي چې له دغه هېواد سره د ملي روغې جوړې، د سولې بهير او بيارغونې په برخو کې مرسته وکړي.