امريکا دې د قانون پلي کولو په ترڅ کې د بېلابېلو نژادونو تر منځ د نابرابرۍ د حل لپاره هڅه وکړي
CMG2023/05/08 14:14:12
شريکول:

د ملګرو ملتونو يوه کاري ډله چې "د قانون په پلي کولو کې د نژادي برابرۍ او عدالت د تامين لپاره د کارپوهانو نړیوال خپلواک میکانیزم" نومېږي د مې په ۵مه نېټه له امريکا غوښتنه وکړه چې، حکومت يې دې د قانون پلي کولو په ترڅ کې د نژادي نابرابرۍ د حل لپاره ډيرې هڅې کړي. د معلومات له مخې، د دې میکانیزم کاري ډله به یو راپور بشپړ کړي او د بشري حقونو شورا غونډې ته به یې وړاندې کړي.

د دې میکانیزم کاري ډلې په دې وروستیو کې د امريکا له څو ښارونو څخه لیدنه وکړه. له کتنې وروسته دوی د مې په ۵مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړه او ويلي يې دي چې د غلامۍ سيستم په امريکا کې ژورې او دوامدارې ناوړه اغيزې پريښې دي او نژادي تبعيض د قانون په پلي کوونکو ادارو کې نفوذ کړی دی. خلک ممکن د امريکا د ځینو ایالتونو په ښوونځيو کې د لومړي ځل لپاره له نژادي تبعیض سره مخ وي، لکه د نژادي پیغورونه، نیول، توقیف، محاکمه او د اتباعو له حقونو څخه بې برخې کول.