د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په اتمه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د چیني الاصله بهرنیانو او بهر کې مېشتو چیني اتباعو ټولنو په لسمه نړیواله غونډه کې د یادو کسانو له استازو سره وکتل او هغوی ته يې سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کړې.
د چیني الاصله بهرنیانو او بهر کې مېشتو چیني اتباعو ټولنوغونډه په نړۍ کې د همدغو ټولنو ترمنځ د نظريو د تبادلې لپاره ډې مهم فرصت بلل کېږي او په روانه غونډه کې په ۱۳۰ هېوادونو او سيمو کې د مېشتو چيني اتباعو او چيني الاصله بهرنيانو ټولنو نږدې ۵۰۰ مسئولينو ګډون کړی و.