سوریه به په عرب لیګ کې بیا ګډون وکړي
CMG2023/05/08 10:17:37
شريکول:

عرب ليګ د مې په اوومه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې عرب لیګ د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه په ځانګړې غونډه کې چې په همدې ورځ په قاهره کې جوړه شوې وه، پرېکړه وکړه چې په عربي ليګ کې د سوريې د غړيتوب پر بيا پيلولو موافقه وکړي.

د ګډون کوونکو عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې له بحران څخه د وتلو لپاره له سوريې سره مرستو ته اړتیا ده. دوی د سوریې د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، ثبات او سيمې بشپړتيا د ساتنې لپاره د عرب لیګ د منشور او اصولو سره سم پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې هم موافقه وشوه چې د اردن، سعودي عربستان، عراق، لبنان، مصر او د عرب لیګ د سرمنشي په ګډون د وزیرانو په کچه یوه کمېټه جوړه شي چې د سوریې کړکیچ د هر اړخیز حل د لایحې د تر لاسه کولو لپاره د دغه هېواد له حکومت سره مستقیمو خبرو ته دوام ورکړي.