د چین جوړ د بیا ځلې کارونې وړ ازمایښتي فضایي دستګاه پر مدار د الوتنې تر ۲۷۶ ورځو وروسته د مې په ۸مه نېټه په بریالیتوب سره ټاکلي ځای ته راستنه شوه. د دې ازموینې بریالیتوب د چین د اړوندو ټکنالوژيو په څېړنې کې مهم پرمختګ بلل کېږي چې په راتلونکې کې به له فضا څخه د سوله يیزې استفادې لپاره ډېره اسانه او ارزانه لاره برابره کړي.