چين به (تيان جو ۶) په نوم بار وړونکې فضايي بېړۍ فضا ته واستاوي
CMG2023/05/08 15:36:59
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو انجينرۍ دفتر خبر ورکړ، چې  (تيان جو ۶) نومي بار وړونکې فضايي بېړۍ يې د استولو ځای ته ليږدولې او په راتلونکو څو ورځو کې به د راکټ له لارې فضا ته وتوغول شي.

(تيان جو۶) بار وړونکې فضايي بېړۍ ۱۰.۶ متره اوږدوالی او ۱۳.۵ ټنه وزن لري او په یوځل فضا ته ۷.۴ ټنه مال ليږدولی شي.

دا به د چين د فضايي ستېشن له جوړېدو وروسته لومړی ځل وي، چې دغه هېواد خپل فضايي ستېشن ته فضايي بېړۍ واستوي.

د معلوماتو له مخې، چين به پر يادې فضايي بېړۍ سربيره  (شنجو ۱۶) او (شنجو ۱۷) انسان وړونکې فضايي بېړۍ هم په جلاجلا توګه په روانې مې او راتلونکې اکتوبر مياشتې کې فضا ته واستاوي.