په هند کې د يوې بېړۍ چپه کیدو له امله ۲۱ تنه مړه شوي دي
CMG2023/05/09 14:45:58
شريکول:

د هند په قيرالا ايالت کې د مې د ۷مې نېټې په شپه یوه بېړۍ چپه شوه او له امله يې لږ تر لږه ۲۱ تنه ووژل شول او يو شمېر کسان سخت ټپيان شوي دي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، یوه سياحتي بېړۍ د سې شنبې په د قيرالا په مالیبورم سیمه کې چپه شوه چې د پېښې پر مهال پکې له ۳۵ تر ۴۰ کسان سپاره وو، له دې جملې ۲۱ تنه مړه شوي. د وژل شویو کسانو له جملې څخه پنځلس یې پېژندل شوي چې اکثره یې ماشومان دي چې په رخصتۍ تللي وو.