لبنان پر ځينو اروپايي او امريکايي هېوادونو نيوکه کړی، چې د سوري کډوالو په ستنولو کې يې خنډونه جوړ کړي
CMG2023/05/09 11:19:37
شريکول:

د لبنان د بهرنيو چارو وزير عبدالله خبيب د مې په ۷مه نېټه پر ځينو اروپايي او امريکايي هېوادونو نيوکه کړې، چې د سوريې کډوالو په ستنولو کې يې خنډونه اچولي او له امله يې د لبنان پر اوږو بار زيات کړی دی.

د لبنان دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، عبدالله خبيب په يوه بيان کې ويلي، چې لبنان د سوريې ګڼ شمېر کډوال قبول کړي او له دې امله رامنځته شوی مالي بار د نړيوالې ټولنې تر مرستې ډېر زیات شوی دی، چې د دغه هېواد لپاره یو لوی ګواښ ګرځېدلی دی. ياد بيان وايي، چې د نړيوال بانک د ۲۰۱۳م کال د ارزونې له مخې، هر کال لبنان د سوريې د کډوالو د قبلولو په برخه کې ۳ میليارډه ډالره لګوي، خو اوس دغه کلنی لګښت ۶ ميليارډو ډالرو ته رسېدلی.

نوموړي زياته کړې، چې ځينې اروپايي او امريکايي هېوادونه داسې انديښنه لري، چې ښايي له لبنانه د سوري کډوالو له ستنېدو وروسته دغه کډوال نورو هېوادونو ته لاړ شي، نو ياد هېوادونه د لبنان لخوا سوريې ته د کډوالو په ستنولو کې خنډونه اچوي. خبيب داسې هيله ښودلې چې نړيواله ټولنه د سوري کډوالو د ستنولو په اړه د لبنان غوښتنې ته فعال غبړګون وښيي.