وانګ يي د بريتانيا د لومړي وزير د امنيتي چارو له سلاکار تيم بارو سره ټليفوني خبرې کړې
CMG2023/05/09 10:58:22
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، د دغې مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو د دفتر مشر وانګ يي د مې په ۸مه نېټه د بريتانیا د لومړي وزير د امنيتي چارو سلاکار تيم بارو سره ټليفوني خبرې وکړې.

وانګ يي ويلي، چين له بريتانيا سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. موږ په دې وروستيو کې دې ته پام کړی چې بريتانيا غواړي له چين سره پرانيستې، رغنده او ثابتې اړيکې وساتي او د چين ګوښه کېدو هڅې او نوې سړه جګړه يې غلط کار بللی دی. له دې څخه دا په ډاګه شوې چې دغه هېواد د پرمختګ په اړه د چين ښه نيت ته په سمه سترګه ګوري.

چين هیله لري، چې دواړه هېوادونه يو بل خوا ته ګامونه پورته کړي، خپلمنځي تګ راتګ وساتي، د خنډونو په لرې کولو کې همکارۍ ته توجه وکړي، خپلمنځي توپيرونه په مناسب ډول حل کړي او په نوي حالت کې د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ سم لوری وټاکي.

تيم بارو ويلي، چې بريتانيا او چين دواړه د امنیت شورا دايمي غړي او په نړيواله کچه اغېزمن هېوادونه دي.

هغه زياته کړه چې بريتانيا به په دوامدار ډول د يو چين پېژندنې پر اصلو ټينګار ولري او نيت لري چې له دغه هېواد سره راکړې ورکړې وساتي، همکارۍ ژورې کړي، د ثابتو، سالمو او پخو ذات البيني اړيکو ابادۍ ته وده ورکړي او په ګډه نړیوالې ستونزې حل کړي.