چين: ناټو بايد د خپلو کړو جنايتونو په اړه جدي فکر وکړي
CMG2023/05/09 10:59:24
شريکول:

د ۱۹۹۹م کال د مې په ۷مه نېټه د امريکا په مشرۍ ناټو پر يوګوسلاويا کې د چين پر سفارت بريد کړی او له امله يې ۳ چيني خبريالان ووژل او ۲۰ چيني ډيپلوماټان ټپيان شول.

 سږکال د مې ۷مه نېټه د ياد بريد له ۲۴مې کليزې سره برابر دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۸مه نېټه ویلي، چې چينايان به د حقيقت او عدالت د ساتنې لپاره د يادو کسانو قربانۍ او د ناټو دغه جرم له ياده و نه باسي.

نوموړي ویلي، چې ناټو له يوې خوا ځان سيمه ييز او دفاعي سازمان ګڼي، خو له بلې خوا سیمه ييز کړکېچ نور سختوي او د بېلابېلو ډلو ترمنځ تقابل رامنځته کوي. له ساړه جنګ وروسته، د امريکا په مشرۍ ناټو څو څو ځلې شخړې رامنځته کړې او نړۍ يې په جنګ کې اچولې. د شمېرنې له مخې، له ۲۰۰۱ ميلادي کال راهيسې له بوسنيا هرزګوينا څخه تر کوسوو پورې، له عراق څخه تر افغانستان پورې، له ليبيا څخه تر سوريې پورې، د ناټو لخوا رامنځته شويو جګړو کې سلګونه زره تنه وژل شوي او لسګونه ميليونه کسان کډوال شوي دي. په دې وروستيو کې ناټو په اسيا او ارام سمندر کې کړکېچ او د بېلابېلو ډلو ترمنځ تقابل پاروي او سيمه ييزه سوله او ثبات خرابوي. ده زياته کړه چې د ناټو د داسې کړنو په مقابل کې بايد سيمه ييز هېوادونه ډېر بېدار او ويښ وي.