سوریه د عرب لیګ له لويې کورنۍ سره بېرته یوځای شوه
CMG2023/05/09 15:00:41
شريکول:

سوریه له ۱۲ کلن ځنډ وروسته د مې په ۷مه نېټه یوځل بیا د عرب لیګ غړیتوب ته ورسېده. د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو د مې په ۷مه یوه ځانګړې غونډه وکړه او پرېکړه يې وکړه، چې د سوريې حکومتي پلاوي د عرب لیګ شورا او د ټولو اړوندو سازمانونو او ارګانونو په ناستو کې د ګډون صلاحیت لري.

د بهرنیو رسنیو په اند، دا په بېجینګ کې د سعودي عربستان او ایران تر منځ د خبرو اترو له لارې د خپلمنځي اړیکو تر عادي کېدو وروسته، د منځني ختيځ د جوړجاړي په پروسه کې یوه بله ارزښتناکه پېښه ده.

عرب لیګ په ۱۹۴۵م کال کې جوړ شو او ۲۲ غړي هېوادونه لري. سوریه د دغه لیګ له بنسټ ایښودونکو څخه ده. وروسته له هغې چې په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې بحران رامنځته شو، عرب لیګ د دغه هېواد غړیتوب وځنډاوه او د سعودي عربستان په شمول ډېرو عربي هېوادونو په سوریه کې خپل سفارتونه وتړل. په دې توګه، د سوریې ډيپلوماټیکې چارې د څنډې ته کېدو په حال کې وې او د امریکې په شمول د ځینو لوېديځو هېوادونو له خوا ورباندې سخت بندیزونه ولګول شول.

سوریه اوس یوځل بیا د عرب لیګ له لويې کورنۍ سره یوځای شوه، هماغه ډول چې اټکل يې کېدو. سعودي عربستان او ایران د چین په منځګړیتوب خپلمنځي اړیکې بیا جوړې کړې او دې کار په عرب لیګ کې د سوریې شاملېدو ته شرایط برابر کړل. دا چې سعودي او ایران د سوریې په کړکیچ کې له مختلفو سیاسي ځواکونو څخه ملاتړ کوي، نو د سعودي او ایران ترمنځ د اړیکو په عادي کېدو سره د عرب لیګ له غړو هېوادونو سره د سوریې د اړیکو د ښه والي لپاره ګټوره زمینه برابره کړې ده.

یو بل مهم لامل دا دی چې اوس نړۍ له نویو ترینګلتیاوو سره مخ ده، امریکې له اوږدې مودې راهیسې د منځني ختیځ په چارو کې په خپله خوښه لاسوهنې کړې، شخړې او کړکیچونه يې پارولي او جوړ کړي دي او له امله يې په دغه سیمه کې دوامدار ناورینونه او جګړې رامنځته شوې دي. د سږ کال په فبرورۍ کې د ترکیې او سوریې په سرحد کې سختې زلزلې وشوې، پر سوریې د امریکې د بندیزونو له امله، په دغه هېواد کې د زلزلې ځپلو کسانو د ژغورنې کارونه ډېر له خنډونو او ځنډ سره مخ و او دې کار د مصیبت ځپلو حالت نور هم سخت کړی و.

د منځني ختيځ خلک په دې سره ښه وپوهېدل چې باید خپل برخلیک په خپل کنټرول کې واخلي. د عرب لیګ سرمنشي احمد ابوالغیط وویل، چې موږ باید د عربي هېوادونو د ګډو ګټو لپاره د سوریې ستونزې حل کړو.

نړیوالو عرب لیګ ته د سوریې د ستنېدو هرکلی وکړ. د شنوونکو په اند، دا به د سیمې په همکارۍ کې د سوریې رول د پياوړتیا او د دغه هېواد د بیارغونې د هڅولو لپاره ګټوره وي، د عرب لیګ د نړیوالې اغېزې د لوړتیا او د عربي هېوادونو د یووالي د هڅونې لپاره هم مثبت ارزښت لري. برسېره پر دې، دا د سوریې بحران د سیاسي حل په اړه د ګډو نظریو د راغونډېدو لپاره هم ګټوره ده او د منځني ختیځ د وضعیت آرامتیا به وهڅوي.

د یادولو وړ ده چې د امریکې د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د عرب لیګ لخوا د سوریې غړیتوب د عادي کېدو په ورځ سعودي عربستان ته سفر وکړ. په حقیقت کې واشنګټن له یوې مودې راهیسې د منځني ختيځ په اړه یو لړ عملونه غوره کړي، مثلا د سعودي او ایران اړیکو تر ښه والي وروسته يې د مرکزي استحباراتي ادارې مشر ویلیم جوسیف بورنس سعودي ته ولیږه او ناخوښي يې څرګنده کړه. واشنګټن په ډېرو نړیوالو صحنو کې د بشري حقونو په پلمه سوریه ځورولې ده او څو ځلې يې په ډاګه کړې، د سوریې د ولسمشر بشار الاسد له حکومت سره به اړیکې عادي نه کړي او له دمشق سره د اړیکو د عادي کېدو په اړه به له نورو هېوادونو څخه ملاتړ نه کوي.

خو د واشنګټن دا کړنې د منځني ختیځ د جوړجاړي د بهیر مخه نشي نیولای. سعودي او ایران خپلمنځي اړیکې بیا عادي کړې، عرب لیګ سوریې ته غړیتوب بېرته ورکړی، له دې څخه ښکاري، چې د منځني ختيځ خلک سوله او پرمختګ غواړي.