د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د رونډا ولسمشر پاول کاګامی ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه
CMG2023/05/09 14:38:14
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۸مه نېټه په رونډا کې د سخت باران په وجه د ناورين پېښو له امله د روندا ولسمشر پاول کاګامی ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.

شي جين پينګ په ياد پيغام کې ويلي، چې په دې وروستيو ورځو کې د رونډا ګڼ شمېر ځايونه د سختو بارانونو له امله زيانمن شوي، چې له امله يې ډېره مرګ ژوبله او مالي زيانونه اوښتي دي. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د مړه شويو کسانو کورنیو ته ژوره خواشيني څرګندوم او ټپیانو او د ناورین له امله د ځپل شویو سیمو خلکو ته د ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم. باور لرم، چې رونډا به خامخا خپلې ستونزې حل کړي او خپل وطن بیا جوړ کړي.