د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزيرانو پنځم ډيالوګ ګډه اعلاميه خپره شوه
CMG2023/05/09 15:45:15
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ، د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير  بلاول بوټو زرداري د مې په شپږمه نېټه په اسلام اباد کې خپلمنځي پنځم ډيالوګ ترسره کړ او يوه ګډه اعلاميه يې خپره کړه.

په دغه اعلاميه کې راغلي، چې درې واړه هېوادونه په دې باور دي چې يو سوله ييز،باثباته او سمسور افغانستان د سيمې په ګټه دی او د دې موخې د پوره کولو لپاره د درې واړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ډېرې مهمې دي او درې واړه هېوادونه به د متقابل درناوي، برابرۍ بنسټ ولاړو سلامشورو او ګډو ګټو پر بنسټ د سياست، پرمختګ او امنيت په درېيو برخو کې خپلمنځي همکارۍ ژورې او پراخې کړي. درې واړه خواوې له نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې په دې اړه دوه او څو اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي او له اړوندو هېوادونو سره د اړينو مالونو، تجهيزاتو او تخنيکونو مرسته وکړي.

درې واړو خواوو دا اړين بللي، چې د پاکستان د طالبانو او ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون هيچا، هيڅ ډلې او هيڅ سياسي ګوند ته اجازه نه ورکوي چې د یادو درېیو هېوادونو له خاورو څخه په استفادې د سيمې امنيت او ګټې زيانمنې کړي او په ترهګريزو عملونو او فعاليتونو لاس پورې کړي. درې واړه خواوې په دې نظر دي چې  بهرني لوري باید د ا فغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي او د دغه هېواد د سولې، ټېکاو او بيارغونې لپاره دې کار وکړي.

درې واړو خواوو له افغانستان سره د اقتصاد د حياتي ځواک د پياوړتيا مرسته ډېره مهمه بللې او موافقه يې کړې چې د افغانستان له بيارغونې سره به زیاتې مرستې وکړي او د درې اړخيزو پانګیزو همکاريو لارې چارې به پيدا کړي، څو صنعتي پرمختګ يې تقويه او روزګار يې زیات شي. 

درې واړو وزيرانو له افغانانو سره دوامدارې او بېړنۍ بشري مرستې مهمې بللې او ويلي يې دي، چې دغه مرستې باید په کومې سياسي موخې پورې ونه تړل شي. دوی دغه راز موافقه کړې، چې د کرنې، اقتصاد او سوداګرۍ او انرژۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې به  خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

درې واړو وزيرانو له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې له افغانستان سره رغنده تعامل وکړي، دغه راز له هغو هېوادونو څخه يې چې د افغانستان د اوسنيو ستونزو مسوولیت يې پرغاړه دی، غوښتي چې د افغانانو ګټو ته په کتو پر دغه هېواد يواړخېز بنديزونه لغوه کړي، کنګل شوې شتمنۍ يې بېر ته ورکړي او د اقتصادي پرمختګ او سمسورتيا لپاره يې زمينه برابره کړي.