عرب لیګ پرېکړه وکړه چې د سوډان کړکېچ لپاره د وزيرانو په کچه د اړيکو ډله جوړه کړي
CMG2023/05/09 14:46:48
شريکول:

د عرب ليګ شورا د مې په ۷مه نېټه يو پرېکړه ليک تصويب کړ چې د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو په کچه د اړيکو ډله جوړه کړي څو د سوډان کړکېچ د حل لپاره د دغه هېواد له بېلا بېلو خواوو او اغيزمنو هېوادونو سره خبرې اترې وکړې.

عرب ليګ له غونډې وروسته په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې د ياد پرېکړه ليک له مخې د اړيکو په ډله کې د سعودي عربستان، مصر، عرب لیګ او داسې نورو خواوو استازي شامل دي. دغه ډله به د سودان له مختلفو خواوو، د سیمو او نړۍ له اغيزمنو هېوادونو او اړوندو نړیوالو سازمانونو سره خبرې اترې وکړي چې په سودان کې د هراړخیز او دوامدار اوربند لپاره هڅه وکړي او په سودان کې د ثبات او امنیت په توګه د خلکو هیلې پوره کړي.