سوريه: اوسنی مثبت تمایل او تماس د ټولو عربي هیوادونو په ګټه دی
CMG2023/05/09 14:47:28
شريکول:

عرب ليګ د مې په ۷مه نېټه موافقه وکړه چې سوريه بېرته په دغه ليګ کې شامله کړي.

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د « اوسنی مثبت تمايل او تماس » د ټولو عربي هېوادونو د ثبات، امنیت او سوکالۍ لپاره ګټور دی. د سوریې لوري د خبرو اترو او ګډ اقدام پر اهمیت ټینګار وکړ او ويلي يې دي چې له دې لارې له شته ننګونو سره مقابله کېدای شي.

په دې اعلاميه کې دا هم ویل شوي چې سوریې د عرب لیګ د بسنټګر په توګه تل د عربو د ګډ اقدام او همکارۍ د پیاوړتیا پر ضرورت ټینګار کړی. راتلونکی پړاو باید د خبرو اترو او متقابل احترام او د عربي هیوادونو ګډو ګټو پر بنسټ په دوه اړخیزه او ډله ایزه توګه په "اغیزمن، رغنده عربي ډوله طریقه" عمل وکړي.

عرب ليګ د روانې مياشتې په ۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، په همدې ورځ د مصر په قاهره کې د بهرنيو چارو د وزيرانو په ځانګړې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د سوريې د حکومت استازي د عرب ليګ شورا او د ټولو سازمانونو په غونډو کې د ګډون حيثیت لري.