د پاکستان پخوانی صدراعظم او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د مې په ۹مه نېټه د دې هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د فساد په تور نيول شوی.
د پاکستاني رسنيو د خبر له مخې، عمران خان په همدې ورځ د اسلام اباد په عالي محکمه کې د هغه په اړه د څو قضيو د ګواهي اورېدلو په بهير کې ګډون کړی و او له محکمې څخه له وتلو وروسته نيول شوی.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي، چې د عمران خان د نيولو لامل دا دی، چې هغه دولتي خزانې ته زیانونه رسولي دي.