بيجېنگ: هيله ده چې د افغانستان سرپرست حکومت په رښتینو هڅو د نړيوالې ټولنې باور ترلاسه کړي
CMG2023/05/10 22:34:01
شريکول:

 د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د مې په لسمه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د چين، پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو د پنځم ډيالوګ په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

نوموړي وویل، دغه ډيالوګ د ۲۰۲۱م کال له اګست راهيسې کله چې د افغانستان سياسي وضعيت کې لوی تغيير راغلی، د چين ، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو لومړی رسمي ډيالوګ دی چې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکي دوستانه ګاونډيتوب او صادقانه همکاريو لپاره، دغه راز د افغانستان د ستونزو د سياسي حل او له دغه هېواد سره د نړيوالې ټولنې د مرستو د راټولولو لپاره ډېر مهم رول لوبوي. درې واړو خواوو په دغه ډيالوګ کې  ګډه اعلاميه خپره کړه او په سياست، پرمختګ او امنيت په دريو برخو کې يې د خپلمنځي همکاريو د پراختيا او پياوړتيا په اړه موافقه وکړه.

نوموړي وويل، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان طالبانو په نړيوال سند کې د ختيځ اسلامي غورځنګ په ګډون د ځينو قواوو د ترهګريزو فعاليتونو د مخنيوي ژمنه کړې او همدا نه يوازې د چين او افغانستان ترمنځ د اړیکو د راتلونکي پرمختګ او د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره ، بلکې د سيمې د امنيتي همکاريو لپاره هم ډېر مهم ارزښت لري.

وانګ ون بين وويل، چين د افغانستان د لرغوني دوستانه ګاونډي هېواد په توګه تل پدې نظر دی، چې نړيواله ټولنه دې افغانستان نه منزوي کوي، د افغانانو ګټو ته دې توجه وکړي، د سولې او بيارغونې له بهیر څخه يې دې ملاتړ وکړي او ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته يې دې درناوی وکړي.

نوموړي وويل، موږ دې ته متوجه هم يو چې نړيواله ټولنه د افغانستان د سرپرست حکومت د ځينو موضوعاتو له امله اندېښنې لري، د بېلګې په توګه نړیواله ټولنه هيله لري چې د افغانستان سرپرست حکومت نرمې او ثابتې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې غوره کړي، د ښځو او ماشومانو د حقونو د ساتلو په برخه کې زیات پرمختګونه ترلاسه کړي، د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره ټينګه رويه غوره کړي او زيات لاسته راوړنې ولري.

نوموړي هيله وښوده چې د افغانستان سرپرست حکومت پر سم لوري ګامونه پورته کړي، رښتينې هڅې وکړي، چې د نړيوالې ټولنې زيات پوهاوی او باور ترلاسه کړي او له ګاونډيو هېوادونو سره د دوستانه ګاونډيتوب د پياوړتيا او له نړيوالې ټولنې سره د همغږۍ لپاره زمينه برابره کړي.