د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين د مسافري خدماتو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۵۶.۶ سلنه زياتوالی موندلی
CMG2023/05/10 11:27:06
شريکول:

د روان  ۲۰۲۳م کال په لومړۍ ربع کې د چين مسافري خدمتونه د پام وړ ښه شوي چې د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت يې ۳۳۷.۶۳ ميليارډو يوانو ته رسېدلی او دغه رقم د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۵۶.۶ سلنه زيات شوی دی. د دې په منځ کې، د مسافري خدماتو د صادراتو ارزښت د پروسږ کال په پرتله ۳۸.۴ سلنه زیاتوالی ښودلی او د وارداتو ارزښت يې ۵۸ سلنه زياتوالی موندلی.

د چين د سوداګرۍ وزارت د تازه خپرې شوې شمېرنې سره سم، په لومړۍ ربع کې د چين خدمتي سوداګرۍ لا هم د ودې په حال کې دي، د خدماتو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۱۵۸۴.۰۱ميلیاردو یوانو ته رسېدلی او دغه رقم د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۸.۷ سلنه زیاتوالی موندلی. د هغو له جملې څخه صادرات يې ۶۸۰.۵۱ میليارډه يوانه وو چې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۴.۷ سلنه کم شوی او د کمښت کچه يې د فبرورۍ مياشتې د همدې کچې په مقايسه ۷.۱ سلنه کمه وه، واردات يې ۹۰۳.۵ میليارډو يوانو ته رسېدلي او دغه رقم د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت ۲۱.۶ سلنه زياتوالی ښودلی. دغه راز د سږ کال په لومړۍ ربعه کې، د چين د خدماتي سوداګرۍ منفي بېلانس ۲۲۲.۹۹ ميليارډه يوانه وو. (ژباړه: شکريه)