چین: کاناډا باید سمدلاسه خپل بې دليله لمسون بند کړي
CMG2023/05/10 15:29:50
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د مې په ۹مه نېټه يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې کاناډا په خپلو کورنيو چارو کې تش په نامه لاسوهنې په پلمه اعلان کړی، چې یو چيني ډيپلومات نامطلوب شخص بلل شوی. چین کاناډا ته په دې تړاو جدي احتجاج وړاندې کړی او کلک مخالفت یې څرګند کړی دی.

د کاناډا د يادې بې دليله کړنې له امله، د چين د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په شانګهای کې د کاناډا د قونسلګرۍ يو ډيپلومات نامطلوب شخص هم بلل شوی او ورڅخه غوښتنه دا ده، چې د مې تر ۱۳مې نېټې مخکې له چين څخه ووزي.