په غزه کې د اسرائيلي ځواکونو د هوايي بريد له امله ۱۵ تنه وژل شوي
CMG2023/05/10 15:03:23
شريکول:

په غزه کې د فلسطين د روغتيا ادارې د مې په ٩مه نېټه وويل چې په همدې ورځ د اسرائيلو ځواکونو پر دغې سیمې هوايي بريد کړی، چې له امله يې ١٥ تنه وژل شوي او ٢٢ تنه نور ټپيان دي.

يادې ادارې په یوه اعلاميه کې ویلي چې په ۱۵ وژل شویو کسانو کې ۴ ماشومان او ۵ ښځې دي او له ۲۲ ټپیانو څخه ۷ تنه سخت حالت لري.

د اسرائیلو پوځ د مې د ۹مې نېټې په سهار وختي د غزې پر ګڼو ځایونو هوايي بریدونه پیل کړل چې له امله یې زيات کسان وژل شوي دي. په وژل شویو کې درې کسان د فلسطین د اسلامي جهاد لوړ پوړي غړي هم دي. د جهاد نومي غورځنګ بیان خپور کړی چې له مخې يې اسرائیل به د خپل جنايت بيه ورکړي.