د سږ کال په لومړيو ۴ مياشتو کې د چين د توکو نړيوالې سوداګرۍ عمومي ارزښت ۵.۸ سلنه زيات شوی
CMG2023/05/10 15:02:46
شريکول:

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د مې په ۹مه نېټه د يوې شمېرې په خپرولو سره خبر ورکړ، چې د سږ ۲۰۲۳م کال په لومړيو ۴ مياشتو کې د چين د توکو نړيوالې سوداګرۍ عمومي ارزښت ۱۳۳۲۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵.۸ سلنه زيات شوی دی، د زياتوالي انډول يې ۱٪ ته لوړ شوی. د سږ کال په اپرېل کې د صادراتو او وارداتو ارزښت ۳۴۳۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی چې ۸.۹ سلنه لوړ شوی دی. دا ښيي چې تر سخت او  پېچلي چاپېريال لاندې د چين بهرنۍ سوداګرۍ لا هم د چټک پرمختګ مثبت تمايل ساتي.

په لومړیو څلورو میاشتو کې د چين د توکو صادرات ۷۶۷۰ ميليارډه یوانه وو چې د تېر کال په پرتله ۱۰.۶ سلنه زیات شوي، د توکو واردات ۵.۶۵ ميليارډه یوانه وو چې ۰.۰۲ سلنه زیات شوي دي.  د ګمرکاتو مياشتني راپور له مخې، له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د هغو تصديو انډول په پر له پسې ډول زيات شوی چې د صادراتو سپارښتنې يې مخ په زياتېدو دي.