د عراق صدراعظم: د تروریزم په شان به د نشه یي توکو ضد سخته مبارزه وکړو
CMG2023/05/10 15:01:59
شريکول:

د نشه يي توکو د مخنيوي په اړه د بغداد لومړۍ نړيواله غونډه د مې په ۹مه نېټه د عراق په پلازمېنې بغداد کې پيل شوه. د دې هېواد صدراعظم محمد شياع السوداني په غونډه کې خپله وينا وکړه چې نشه يي توکي د عراق ټولنې ته سخت زيانونه رسولي دي. عراق به د تروریزم په شان د نشه یي توکو سره سخته مبارزه وکړي.

د عراق صدراعظم مطبوعاتي دفتر د يوې خپرې شوې اعلاميې له مخې، محمد شياع السوداني يادې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې نشه يي توکي د ترهګريزو پانګو يوه مهمه سرچينه ده او قاچاق يې د ترهګرانو تر چتر لاندې چټک پرمختګ کوي. د عراق امنيتي ځواکونه د نشه يي توکو قاچاق، لېږد رالېږد او پکې ښکېل کسان يو امنيتي او ترهګريز ګواښ ګڼي. نوموړي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې لپاره د نړيوالې او سيمه ييزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د نشه يي توکو د مخنيوي په اړه د بغداد لومړۍ نړيواله غونډه به دوه ورځې دوام وکړي او د عراق، سعودي عربستان، مصر، سوريې، ايران، لبنان، اردن، کويټ او ترکيې استازو پکې ګډون کړی دی.