بیجینګ غواړي د چين، افغانستان او پاکستان د درې اړخیز همکاريز ميکانيزم له مخ‍ې سيمه ييز ثبات او سمسورتيا پياوړې کړي
CMG2023/05/10 11:01:13
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۹مه نېټه يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې څو ورځې مخکې د چین د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د پاکستان په ‍‍پلازمېنه اسلام اباد کې د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزيرانو پنځم ډيالوګ کې ګډون کړی و. دا په ۲۰۲۱م کال کې د افغانستان له سياسي تحولاتو راهيسې د يادو دریو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ‌ لومړی ډيالوګ دی. له دې څخه دا په داګه شوې، چې د درېو لوريو ترمن‍ځ همکاريز ميکانيزم بيا پيل شوی.

وانګ ون بين ويلي، چې د ياد ډيالوګ په ترڅ کې د دریو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د متقابل اعتماد، امنيتي همکاريو، د ترهګرۍ ضد مبارزې، خپلمنځي تګ راتګ او سوداګرۍ او پانګونې په اړه رښتینې او ژورې خبرې اترې ترسره کړې او په دې برخو کې یې هوکړه کړې ده.

وانګ ون بين ويلي، دریو خواوو يوه ګډه اعلاميه خپره کړې چې له مخې يې درې واړه هېوادونه به د متقابل اعتماد، مساوي سلامشورې او ګډې ګټې پر بنسټ د سياست، پرمختګ او امنيت په دریو برخو کې به همکارۍ ژورې او پراخې کړي، د سازمان شویو جرمونو او د نشه يي توکو د قاچاق ضد همکاريو په اړه همغږۍ او همکارۍ به هم ټينګې کړي. درې واړو خواوو دا اړينه بللې، چې د پاکستاني طالبانو او ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون هېچا، هېڅ ډلې او ټپلې ته اجازه نه ورکوي چې د خپلو هېوادونو له خاورو څخه په استفادې د سيمې امنيت او ګټې زيانمنې کړي او په ترهګريزو فعاليتونو لاس پورې کړي. درې واړه خواوې پدې نظر دي چې د نړۍ هېوادونه او سازمانونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د دغه هېواد د سولې، ټیکاو او بيارغونې لپاره دې کار وکړي.