وانګ يي د ايران د نظام د مصلحت د تشخیص کمېټې د پلاوي سره کتلي
CMG2023/05/10 11:03:25
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی او د دې کمېټې د بهرنيو چارو دفتر مشر وانګ يي د مې په ۹مه نېټه په بېجينګ کې د ايران د نظام د مصلحت د تشخیص کمېټې د سرمنشي محمد باقر ذوالقدر په مشرۍ  له یاد پلاوي سره ملاقات کړي دي.

وانګ يي په ياده لیدنه کې ويلي، چې د چين او ايران ترمنځ د اړيکو ټينګښت او پرمختګ د دواړو خواوو ګډ ستراتيژيک غوراوی دی. چين غواړي له ایران سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې موافقې پلې کړي، د متقابلو مرکزي ګټو له ساتنې څخه کلک ملاتړ وکړي او د چين او ايران د هراړخیزو همکاریو پلان تطبيق کړي. چين د منځني ختيځ له هېوادونو څخه ملاتړ کوي، چې پر ستراتيژيکې خپلواکۍ ټينګار کوي او خپل برخليک پخپله ټاکي، له سوريې څخه هرکلی کوي چې عرب ليګ کې بېرته شامله شوې ده. چين به د منځني ختيځ د امنيت او ثبات لپاره او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره خپل خدمت وکړي.

ذوالقدر ويلي، چې ايران له چين سره د حکومتوالۍ تجربې تبادلې ته په درنه سترګه ګوري، هیله لري چې نړيوالې همکارۍ پراخې کړي او له نړیوال عدالت او انصاف ساتنه وکړي.