چين ګانګ د جرمني له خارجه وزيرې انالينا بايربک سره وکتل
CMG2023/05/10 11:30:10
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د مې په نهمه نېټه په برلين کې د جرمني له خارجه وزيرې انالينا بايربک سره وکتل.

چين ګانګ په دې ليدنې کې وويل، دواړه خواوې دې په ګډه د چين او جرمني د حکومتونو د اوومې دورې سلامشورې لپاره چمتووالی ونيسي، ښه طرحه دې جوړه کړي، لاسته راوړنې دې راټولې کړي او په راتلونکې موده کې دې په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي همکارۍ لپاره هراړخيز پلان جوړ کړي. هغه وويل، بېلا بېل هېوادونه دې د ډول ډول نړيوالو ستونزو او ننګونو پر مخ د تقابل پر ځای همکاري وکړي، يو بل ته درناوی وکړي، يو پر بل نيوکې او غندنې دې نه کوي. چين او جرمني بايد سمې لارې ته غاړه کېږدي او په ګډه له نوې سړې جګړې او د اړيکو له پرې کولو سره مخالفت وکړي، څو د نړۍ د سولې او سمسورتيا لپاره باور او ځواک جوړ کړي.

بايربک وويل، جرمني د دواړو خواوو ترمنځ د لوړې کچې تبادلې او هر اړخيزو همکاريو ته ډېر اهميت ورکوي او د دواړو هېوادونو د حکومتونو اوومې دورې سلامشورې ته سترګې په لار کې دی. دا به د کرونا وبا د خپرېدو نه وروسته د دواړو خواوو تر منځ لومړۍ سلا مشوره وي، جرمني به له اقليمي بدلون سره د مقاومت، د انرژۍ د بدلون، بيولوژيکي تنوع او د ځوانانو د تبادلې په ساحو کې له چين سره همکاري ژورې کړي. (ژباړه: شکريه)