شي جين پينګ د هه بې ولایت له شيونګ ان نوې سيمې څخه ليدنه وکړه
CMG2023/05/10 22:37:06
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د مې په لسمه نېټه د دغه هېواد د هه بې ولایت له شيونګ ان نوې سيمې څخه ليدنه وکړه او د دغې سيمې د باکيفيته ابادۍ لپاره يې د يوې ناستې مشري وکړه او د دغې سيمې د باکيفيته ابادولو چارو سپارښتنه يې وکړه.

نوموړي په همدې ورځ د شيونګ ان نوې سيمې د ګړندي اورګاډي سټېشن، د ځايي اوسېدونکو استوګنيزې سيمې او د اړوندو پروژو د جوړولو چارې له نږدې وڅارلې.