د چین د بهرنۍ سوداګرۍ پياوړی حیاتي ځواک
CMG2023/05/10 14:57:38
شريکول:

د چین د ګمرکاتو عمومي ادارې د مې په ۹مه نېټه تازه شمېرې خپرې کړې چې د سږ ۲۰۲۳م کال په اپرېل کې د چین صادراتي ارزښت ۲ زره و شل میلیارډو یوانو ته رسېدلی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ اعشاریه ۸ سلنه زیات شوی.

اسوشیتید پرېس اژانس د یوې مقالې په خپرولو سره وویل، په داسې حال کې چې د ګردې نړۍ اړتیاوې کمزورې او راکمې شوې، خو د چین صادرات له اټکل څخه وتلی حیاتي ځواک خپل کړی دی.

د چین د وارداتو او صادراتو ۱۳۳م نندارتون څو ورځې مخکې په ګوانګ جو کې پای ته ورسېد. په سږني نندارتون کې د نندارې عمومي پراخوالی، د ګډون کوونکو تصدیو شمېر او د نندارچیانو شمېر بې ساری دی او ترې د چین د بهرنۍ سوداګرۍ وده څرګنده شوې ده.  

د سږ کال په تېرو ۴ میاشتو کې د چین د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۱ زر و۳۳۲ میلیارډو یوانو ته رسېدلی او په دې جمله کې د صادراتو زیاتوالی ۱۰ اعشاریه ۶ سلنه ښيي.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان د اټکل له مخې، سږ کال به د ګردې نړۍ د توکو سوداګریز ارزښت ۱ سلنه زیاتوالی وښيي، نو د چین په بهرنۍ سوداګرۍ کې تر لاسه شوی پرمختګ ستر ارزښت لري.

په تېرو ۴ میاشتو کې د بهرنۍ سوداګرۍ شمېرې ښيي چې د چین د بهرنۍ سوداګرۍ جوړښت په دوامداره توګه مخ په ښه کېدو دی. د بېلګې په توګه، د موټرو صادرات بیا د صادراتي چارو یو عمده هڅوونکی ماشین ګرځېدلی دی. د شمېرو له مخې، چین تېر کال پر نورو هېوادونو او سیمو ۳ میلیونه او ۱۱۱ زره موټرونه پلورلي او له جرمني څخه وروسته د نړۍ دوهم لوی موټر صادروونکی هېواد ګرځېدلی دی. د سږ کال په تېرو ۴ میاشتو کې د چین د ماشینونو صادراتي ارزښت ۱۰ اعشاریه ۵ فیصده زیات شوی او په دې جمله کې د موټرونو صادراتي زیاتوالی ۱۲۰ اعشاریه ۳ سلنې ته ورسېد، په تېره بیا د چین برېښنايي موټرونه په نړیوال بازار کې ډېر مینوال لري.

خصوصي تصدۍ د چین د بهرنۍ سوداګرۍ عمده برخه ده. په تېرو میاشتو کې د چین د خصوصي بهرنیو تصدیو د صادراتو او وارداتو ارزښت د چین د بهرنۍ سوداګرۍ په عمومي ارزښت کې ۵۲ اعشاریه ۹ فیصده نیولی او د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۵ اعشاریه ۸ سلنه زیات شوی.

سربېره پر دې، د چین او نویو اقتصادونو ترمنځ سوداګریز تګ راتګ مخ په زیاتېدو دی. د سږ کال په تېرو ۴ میاشتو کې له اسیان، د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د چین واردات او صادرات په جلا جلا توګه ۱۳ اعشاریه ۹ سلنه او ۱۶ سلنه زیات شوي دي.

د چین په بهرنۍ سوداګرۍ کې د پياوړي حیاتي ځواک ښکارېدل د چین حکومت د یو لړ اغېزناکو تدبیرونو نتیجه هم ده. د چین حکومت په دوامداره توګه د لوړې سویې پرانیستې تګلارې غوره کړې. د بېلا بېلو سیمو ځايي حکومتونو د سږ کال له پیل څخه د بهرنۍ سوداګرۍ د ثابتولو لپاره ګامونه پورته کړي او چیني تصدیو په ډله ییزه توګه له نورو هېوادونو او سیمو څخه سوداګریزې سپارښتنې تر لاسه کړې دي.

د چین حکومت د تېر اپرېل په پای کې بیا یو لړ تدبیرونه نیولي، لکه د سوداګریزو نندارتونونو د پوره عادي کېدو هڅونې يې کړې، د موټر او حمل و نقل چارو اړوندې تصدۍ يې ترتیب کړې چې په مستقیمه توګه له مشتریانو سره تماس نیسي، له بهرنیو تصدیو څخه ملاتړ کوي چې د نړیوال انلاین سوداګریز ډګر له لارې د تولیداتو د پلورلو نوې لارې چارې ولټوي. دغه شان تدبیرونه ډېر اغېزناک دي او د بهرنیو تصدیو د پرمختګ لپاره يې نوې زمینه برابره کړې ده.

د راتلونکي جون په ۲مه نېټه به د سیمې د هراړخیزو اقتصادي همکارانو اړیکو تړون(RCEP)د ټولو ۱۵ غړو هېوادونو پر وړاندې نافذ شي او د RCEP اصلي تولیدي ځای لیسانس د ډېرو زیاتو تصدیو لخوا هرکلی کېږي. په دې سره به د چین د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره نور زیری راوړي.