د چين اقتصاد به د روان کال په نړيوال پرمختګ کې ځلانده ټکی وي
CMG2023/05/11 15:09:28
شريکول:

د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې د چين د اقتصادي پرمختګ کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴،۵ سلنه زياته شوې او د روان کال د پرمختګ لپاره يې ښه بنسټ جوړ کړی دی.

د چين د اقتصاد د ښه والي تمايل د نړيوال اقتصاد لپاره څه ارزښت لري؟ اوسمهال د نړيوال اقتصادي پرمختګ له کومو ننګونو سره مخ دی؟ د پيسو نړيوال صندوق (IMF) لومړۍ مرستيالې جيتا ګوپيناټ (Gita Gopinath) په دې وروستيو کې په بېجينګ کې له رسنيو سره د يادو مسئلو په اړه خپلې نظريې شريکې کړې.

اغلې ګوپيناټ وويل، چې د سږ کال په لومړۍ ربع کې د چين اقتصادي پرمختګ د پيسو نړيوال صندوق له اټکل څخه په لا ښه وضعیت کې دی. نوموړې په دې نظر ده، چې د وګړو مصارف د چين د اقتصادي پرمختګ له خوځنده قوتونو څخه دی. د کرونا وبا د وقايې او کنترول په اړه د چين د تګلارو له سمون او بدلون سره د وګړو مصرفي اړتياوې ګام په ګام زياتې شوې او د چين اقتصاد بيا پرمختګ رامنځته شوی.

د پيسو نړيوال صندوق په اپرېل کې يو تازه راپور خپور کړ. په دغه راپور کې اټکل شوی، چې په روان کال کې د چين اقتصاد ښايي ۵،۲ سلنه زياتوالی وښيي او د اسيا او ارام سمندر سيمې په اقتصادي پرمختګ کې به مرکزي رول ولوبوي. د اټکل له مخې، نړيوال اقتصاد به ۲،۸ سلنه وده وکړي او د پرمختګ سرعت به يې د تېر کال په پرتله لا ورو شي.

اغلې ګوپيناټ زياته کړه، چې په روان کال کې به د نژدې ۹۰ سلنه پرمختللو اقتصادونو د اقتصادي پرمختګ انډول د تېر کال په پرتله ښکته شي، خو تازه سمسور بازارونه او پرمختيايي اقتصادونه به لا چټک پرمختګ وکړي او چين به پکې ډېر مهم رول ولوبوي.

نوموړې د چين اقتصاد د سږ کال د نړيوال اقتصادي پرمختګ ځلانده ټکی وباله او ويې ويل، چې د چين د سږ کال اقتصادي پرمختګ ښايي ۵،۲ سلنې ته ورسېږي او په نړيوال اقتصادي پرمختګ کې به د چين ونډه يو پر درېيمه وي. دغه راز د چين اقتصادي پرمختګ د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره ډېر مهم ارزښت لري.

اغلې ګوپيناټ له خبريال سره په مرکه کې د زياتو نړيوالو څېړونکو داسې ورته نظريه څرګنده کړه چې د چين اقتصاد له اټکل څخه لا ښه پرمختګ کړی، د دغه هېواد له اغېزمنو عمومي تګلارو سره نه جلا کېدوونکې اړيکې لري.

ګوپيناټ وويل، چې که څه هم اوسمهال د چين پر وړاندې د بهرنيو اړتياوو د ټيټوالي، په ځينو مهمو اقتصادونو کې د پيسو د سختو تګلارو د تطبيق په شمول منفي اغېزې شته، خو د چين اقتصادي تګلارې نرمې(انعطاف منونکې) دي او د مالي چارو او پيسو له تګلارو سره د همغږۍ له لارې یې اقتصادي پرمختګ ته نوی خوځنده قوت برابر کړي.

نوموړې زياته کړه، چې چين د یوه میکانیزم له مخې د اصلاحاتو او بازار ته پر ننوتلو د محدوديت د ټيټوالي او د سوداګريز چاپېريال د ښه والي په هڅه کې دی، دغه زار به په راتلونکې منځنۍ او اوږدې موده کې د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ بالقوه توان جوړ شي.

د پيسو نړيوال صندوق د يوه راپور له مخې، د څېړنې پايله ښيي، چې که د نړۍ د جغرافيايي اقتصاد د ټوټه ټوټه کېدو وضعيت سختېږي، د بېلابېلو هېوادونو پر غاړه به د سربيو بار لا لوړېږي. سربېره پر دې، د علمي ټېکنالوژۍ په برخه کې د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرې کېدو له امله به سوداګيز محدوديت او اړوند زيانونه زيات شي. د اټکل له مخې، که د نړيوال اقتصاد د ټوټه ټوټه کېدو سخت وضعيت رامنځته شي، د نړۍ عمومي اقتصادي اندازه ښايي ۷ سلنه کمه شي. د پيسو نړيوال صندوق له بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتي، چې د يادو مسئلو د حل عملي کېدونکی پلان وړاندې کړي او څواړخيز سوداګريز سيستم بشپړ کړي.

ګوپيناټ پر دې ټينګار وکړ، چې چين لوی اقتصادي حجم لري او د نړۍ د توليدي ځنځير او د عرضې ځنځير د ثابت ساتلو کې مهم رول لوبوي.